د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۳ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۶۰۶ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۸۵ میلیونه ډېر شوی او څلور میلیونه کسان ترې مړه شوي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۷ زره او ۷۳۱ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۵۳۰ زره ، ۱۷۹، په مکسیکو کې ۲۳۴زره او ۴۵۸، په هند کې ۴۰۵زره او ۲۸، په بریټانیا کې ۱۲۸ زره او ۶۰۱، په ایران کې۸۵ زره او ۳۹۷ او په پاکستان کې ۲۲ زره او ۵۲۰ تنه تر دې دمه کرونا وبا مړه کړي دي.
































