آلمان له افغان حکومت سره د همکاریو د دوام او د سولې په پروسه کې د مرستې ډاډ ورکړی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې حنیف اتمر له خپل آلماني سیال، هایکو ماس سره د ټیلفونې اړیکې له لارې، د افغانستان د روان امنیتي وضعیت، د همکاریو پر دوام او سولې پروسې بحث او خبرې کړې. بهرنیو چارو وزارت وایي، دواړو لورو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او د سولې په برخه کې د سیمې او ځانګړي ډول د پاکستان پر رول خبرې کړې او ټینګار یې کړی، چې د سولې لپاره باید سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې شي.
































