د هند د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه وښوده او د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه یې وکړه. وزیر جي شنکر تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره له لیدو وروسته وویل چې په افغانستان کې حالات خواشینوونکي دي. هغه وویل، چې تاوتریخوالی د افغانستان د وضعیت حل لاره نشي کېدای. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم افغانستان کې په روانو حالاتو اندېښنه وښوده. هغه د یو داسې سیاسي بهیر په ژر پيلېدو ټېنګار وکړ چې ټول افغانان یې ننګه وکړي. په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان د روانو حالاتو سره سره به دا هېواد په کابل کې خپل سفارت ونه تړي. هغه وویل چې په افغانستان کې مخ په خرابېدونکی امنیتي حالات او په افغانستان کې د هندي وګړو د امنیت او مصونیت مسایل له نږدې څاري.
































