د امریکا د کانګرېس غړي وایي تر اوسه بایډن له افغانستان د سرتېرو د ایستلو او نورو اړوندو مواردو جزیات نه دي ورسره شریک کړي. د کانګریس د دفاعي کمېټې غړي سټ مولټون ویلي دوی خپلو فشارونو ته ادامه ورکوي تر څو بایډن دې ته تیار کړي چې له افغانستان د ځواکونو د ایستلو او تر هغه وروسته د پېښېدونکي وضعیت په اړه جزیات ورسره شریک کړي. دده په خبره سره له دې چې بایډن د سرتېرو د ایستلو معلومات له رسنیو سره شریک کړل، خو هغه جزیات چې کانګریس ته مهم دي او برخلیک ټاکونکي یې بللی شو تر اوسه نه دي شریک شوي. مولټون په افغانستان کې روان تاوتریخوالی هم د اندېښنې وړ بللی دی خو وایي یوازینۍ لار چې تمې پیدا کولی شي، هغه دا دي چې پر افغان ځواکونو باور وشي او له دوی سره مرستې ډېرې کړل شي.
































