په هېواد کې روان امنیتي وضعیت به پر بشري خدماتو ناوړه اغېزي وکړي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ځینو غړو رسنیو ته ویلي چې په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی، چې ورسره جوخت بشري مرستو او خدماتو ته هم اړتیا ډېره شوې، خو مرستندویه موسسې د تهدیداتو د موجودیت له امله فعالیت ته زړه نه ښه کوي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي جګړې تر ټولو ناوړه اغېز پر بشري خدماتو کوي او همدا اوس ګڼو موسسو خپل فعالیتونه درولي دي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې سویډن کمېټې د هېواد په ځینو سیمو کې خپل فعالیتونه ودرول. دغه کمېټې ویلي چې د خپلو کارکوونکو د ساتنې لپاره یې دا اقدام کړی دی.
































