د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره یې پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي. دده په خبره په دې تلیفوني مکالمه کې یې د افغانستان د سولې پر مسئله هم له قریشي سره خبرې کړې دي. بلینکن وایي د افغانستان سوله د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهمه ده او دوی هڅه کوي چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي. ددغه مکالمې نور جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي، خو بلینکن وایي چې دوی د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا هم بحث کړی دی.
































