راپورونه وایي چې په تاجکستان کې یوې زورورې زلزلې پنځه کسان مړه کړي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ریښتر په کچه دا ۹،۵ زوروره زلزله چې مرکز یې د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې د خجند په نامه سیمه وه تر ځمکې شاوخوا ۴۰ متره لاندې شوې ده. تاجک چارواکو ویلي چې د دې زلزلې له امله پنځه تنه مړه شوي او د ټپيانو شمېر تر اوسه څرګند نه دی. د دوی په وینا یادې زلزلې دغه راز تر ۲۰ ډېر کورونه هم نړولي دي.
































