طالبانو یو ځل بیا ویلي چې دوی د خبرو اترو له لارې د افغان کشالې حل ته ژمن دي. د یادې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د اوونۍ تبصرې په نامه خپرې شوې بیانیه کې ادعا شوې ده چې دوی په دې وروستیو کې تر ۱۵۰ ډېرې ولسوالۍ نیولې دي او په شمالي ولایتونو کې پولو ته څېرمه سیمې هم د دوی په ولکه کې دي خو ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه به هیڅ ګاونډي هېواد ته خطر پېښ نه شي. یادې ډلې دغه راز د افغان کشالې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د خبرو اترو له لارې د روانې جګړې پر پای ته رسېدو باور لري. دوی افغان چارواکي تورنوي چې په وینا یې پاروونکي څرګندونې، د ځان په ګټه تبلیغات کوي او ملکيان بمباروي. بلخوا افغان چارواکي بیا طالبان د جګړې پر دوام او د وخت پر ضایع کولو تورنوي، ولسمشر غني نن په خوست کې یوې غونډې ته په خبرو کې ټینګار کړی دی چې که چېرته طالبان د مسئلې پر سوله ییز حل باور لري نو وخت دې نه ضایع کوي، کنه د جګړې د دوام مسوول به همدوی وي.
































