د بلخ ولایتي شورا ویلي چې دا وروستیو کې د طالبانو پر ضد چې کومې ملیشې جوړې شوې او یا جوړول کیږي،په اکثریت مالي او لوجستیکي امکاناتو کې یې د محلي قومندانانو له خوا فساد روان دی، د ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید وایي د هرې ملیشې په سر مرکزي حکومت له خوا میاشتینۍ لس زره تنخوا او یو ټوپک په پام کې نیول شوی، چې جبهو کې د زرګونه او سلګونو ملیشو نومونه ثبت شوي او امکانات یې تر لاسه کیږي، خو اصلي جبهو کې د ګوتو په شمیر ملیشې په جنګ بوختې دي چې د ګڼو سیمو د سقوط ستر لامل همدا فساد هم دی.
































