پاکستان په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښمن دی. سپوټنیک په یوه راپور کې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای ایس ای د مشر له خولې لیکلي چې په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښمن دي او هڅه کوي د احتمالي ګواښونو د پېښېدو مخه ونیسي. نوموړي ویلي چې له افغانستان پاکستان ته د ځینو وسله والو ډلو د اوښتو احتمال شته دی چې له همدې امله دوی امنیتي تدابیر سخت کړي دي. تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې روان وضعیت دوی ته د اندېښنې وړ دی. پاکستانی لوری داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د سیمې د هېوادونو، امریکا او افغان حکومت په باور دغه هېواد د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او په ټوله سیمه کې غواړي د ترهګرۍ او جګړو د پاللو له لارې خپلې موخې تعقیب کړي. افغان حکومت بیا په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا مستقیم پاکستان ولاړ دی او باید پر دغه هېواد نړیوال فشارونه ډېر شي.
































