عرب نیوز په یوه مقاله کې د امریکا د شل کلن ماموریت په اړه لیکي چې شل کاله وړاندې په نړیواله کچه له خپلو سیالانو سره د امریکا د سیالۍ بڼه بل ډول وه خو د ټکنالوژۍ په پرمختګ او د سیالۍ له نوو لارو سره امریکا په دې پوه شوه چې افغانستان کې یې نظامي حضور بې ګټې دی. عرب نیوز لیکي امریکا په اصل کې د روسیې او چین په څېر د خپلو نړیوالو سیالانو د ګواښلو لپاره په افغانستان کې حضور درلود او غوښتل یې سیمه له نږدې وڅاري، خو اوس چې د څارلو لارې چارې بدلې شوې، چینایي او روسي پوځ پیاوړی شوی نو د امریکا امنیتي او استخباراتي ادارو هم د خپلو جګړو د بدلولو پرېکړه وکړه چې په پایله کې یې په افغانستان کې حضور ورته بې ګټې ښکاره شو. په مطلب کې راځي چې امریکا نه افغانستان ته امنیت راووست، نه یې ددغه هېواد په جوړولو کې اغېزناک کار وکړ او دغه هېواد یې په جګړه کې ښکېل پرېښود.
































