د هند د بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې په کندهار کې یې د خپلې قونسلګرۍ ځینې هندي ديپلوماتان په موقته توګه خپلو کورونو ته استولي دي خو دغه قونسلګري تړل شوې نه ده. دده په وینا قونسلګري به د ځایي کارکوونکو په مرسته خپلو چارو ته ادامه ورکوي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د سولې او امنیت له راتګ سره په بشپړه توګه همکاري کوي او ددې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي. هند تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې په افغانستان کې به یې ديپلوماتیک ماموریت دوام کوي.
































