ولټ ام زونټاګ ورځپاڼې ویلي چې المان باید د هغو افغانانو ژوند وژغوري چې په افغانستان کې یې له الماني سرتېرو سره همکاري کړې ده. ورځپاڼې د دغه هېواد د نیدر ساکسن ایالت د کورنیو چارو د وزیر بوریس پستوریوس له قوله ویلي چې د المان حکومت باید د هغو افغانانو غمه وخوري چې په دغه هېواد کې یې په هر ډول شرایطو کې د الماني سرتېرو مرسته کړې ده. هغه زیاته کړې، دا یو وجداني مسوولیت دی ځکه هغوی اوس د طالبانو تر تعقیب لاندې دي او ژوند یې په خطر کې دی. په ورته وخت کې د الماني پوځ د ټولنې مشر اندریا ووستنر بیا ویلي چې دوی یو شمېر افغان همکاران وار له مخې را غوښتي دي او د پاتې کسانو د ایستلو لپاره په چټکۍ کار روان دی.
































