روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۶۷ تنه مړه شوي او ۸۵۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۳۴ زره او ۶۵۳ ته او د مړه شویو هغه بیا ۵ زره او ۷۹۱ ته لوړ شوی دی. دغه وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د درېیمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































