امریکا کې یوه اوونۍ وړاندې یوه ودانۍ ونړېده چې په پایله کې یې تر پرون پورې د مړه شویو کسانو شمېر ۴۳ وو. د تازه راپورونو له مخې، دا پېښه چې د دغه هېواد په فلوریډا ایالت کې د یوې ودانۍ نړېدو له امله رامنځته شوه په نتیجه کې یې د مړه شویو کسانو شمېر ۸۶ ته لوړ شوی دی. راپورونه وایي ښایي د مړه شویو شمېر تر دې هم لوړ شي، ځکه لا هم یو شمېر کسان تري تم دي. د چارواکو له خولې ویل شوي چې د نورو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات چې څو ورځې مخکې درول شوي و نن بېرته پیل شوي دي.
































