د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد سفارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې له خپلو مېشتو وګړو غوښتي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو نیټې تر پوره کېدو مخکې باید له افغانستان څخه ووځي. انتارا نیوز د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یو چارواکي له خولې ویلي چې دوی په افغانستان کې د خپلو وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي او ټینګار کوي چې هر څه ژر باید له دغه هېواده ځان وباسي. اعلامیه کې دغه راز راغلي چې اندونیزیایي وګړي دي خپل ټول ارزښتناک توکي لکه اسناد او پیسې هم له ځان سره یوسي څو په راتلونکې کې له ستونزو سره لاس او ګریوان نه شي. د ویلو ده چې په افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو سره سم ځینې هېوادونو له دغه هېواده خپلو وګړو ته د وتلو سپارښتنه کړې ده.
































