د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ایران ته د افغان حکومت له تللي مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افغان جګړه نظامي حل لار نه لري نو اړینه ده چې ټولې هڅې د سوله ییزو لارو پر موندلو متمرکزې شي. نوموړي زیاته کړې، افغان دولت د تلپاتې او عادلانه سولې غوښتونکی دی او له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره یوازینۍ لار مذاکرات بولي. هغه پر طالبانو غږ کړی دی چې د وخت ضایع کولو پر ځای دې له سوله ییزو لارو د افغان کشالې پای ته رسېدو ته خپله رښتینې اراده څرګنده کړي. عبدالله دغه راز ټینګار کړی دی چې افغانان هیڅکله زور ته نه دي تسلیم شوي او که چېرته څوک په زور خپله اراده پر دوی تحمیلوي نو له توند غبرګون سره یې مخ کېدلی شي.
































