ولسمشر غني په هېواد کې له سیاسي څېرو او جهادي شخصیتونو غوښتي چې له هېواده د دفاع په واحد صف کې ودرېږي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېر ماښام له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او جهادي شخصیت استاد سیاف سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د سولې پر وروستیو پرمختګونو او همدا راز د جګړې د کمولو پر څرنګوالي بحثونه شوي دي. ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې سیاسي شخصیتونه او جهادي مشران باید له نظام ددفاع په واحد صف کې ودرېږي او اجازه ور نه کړي چې پردۍ دسیسې بریالۍ شي. په اعلامیه کې راځي چې ټولو اړخونو په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره د هڅو پر چټکتیا، ولسواکۍ پر دفاع او نظام پر ساتنه ټینګار کړی دی.
































