امریکايي سناتور او د امریکا د هوايي پوځ پخواني چارواکي آدم کینزینګر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت له تمې سره سم مخ ته نه ځي. دده په خبره ښايي امریکايي ځواکونه اړ شي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي ځکه په دغه هېواد کې جګړې لا هم روانې دي او وضعیت ترینګلی دی. دده په وینا طالبانو جګړې شدیدې کړې دي او په وینا یې هېڅ داسې ثبوت نشته چې وښيي دغه ډلې له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړې دي، خو بیا هم امریکا له دغه هېواد خپل ځواکونه ایستلي. هغه په دې حساسو شرایطو کې له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل ستره تېروتنه بللې ده. نوموړي دا هم ویلي چې د بایډن حکومت په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه هېڅ راز وضاحت نه ورکوي او خلک حق لري چې په رامنځ ته شوي ابهام پوه شي.
































