په امریکا او کاناډا کې بې مخینې ګرمۍ د زرګونه کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی. امریکایي چارواکو ویلي چې د امریکا په ځينو ایالتونو کې د ګرمۍ له امله لسګونه ځایه په ځنګلونو کې اورلګېدنې رامنځ ته شوې دي. همدا راز له خطر سره په مخ ایالتونو کې زرګونه کورنیو ته له خپلو کورونو د وتلو امر شوی دی. په ځینو سیمو کې بیا د اورلګېدنو له امله د برېښنا د پرې کېدو ګواښونه هم شوي دي. په هغو سیمو کې چې ګرمې ډېره ده پر لویو سفرونو هم بندیز دی. ساینسپوهان وایي چې د امریکا او کاناډا په ډيری ایالتونو کې اوسنۍ ګرمي په تېرو څو لسیزو کې بې مخینې ده.
































