د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې دوی د طالبانو له لوري ورځ تر بلې د لا ډېرو سیمو ولکه کېدل او نور فعالیتونه تر ژور څار لاندې لري. د یاد وزارت ویاند جان کربي پرون له فاکس نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې چې امریکایي پوځیان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي او دا پروسه په ښه ډول مخته روانه ده. هغه ټینګار کړی، اوس وخت دی چې افغان ځواکونه رامخته شي او له خپلې خاورې څخه په کلکه دفاع وکړي، دا د مسوولیت منلو وخت دی. نوموړي دغه راز ویلي چې دوی به د ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغان پوځ سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او په خبره یې، امریکا کولی شي له هر ځای څخه افغان ځواکونو ته مشورې ورکړي. کربي څرګنده کړې چې د امریکا او ناټو ډېری پوځیان له افغانستانه وتلي او څه چې پاتې دي هغوی به د اګسټ میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي.
































