د روسي خبري اژانسونو د راپور له مخې روسي حکومت پرېکړه کړې چې خپل ديپلوماتان د مزار شریف له کونسلګرۍ وباسي. روسي چارواکو بیا ویلي چې دا پرېکړه موقتي ده او د وضعیت تر ښه کېدو وروسته به بېرته ددوی دیپلوماتان په کونسلګرۍ کې ځای پر ځای شي. په تاشکند کې هم چارواکو ویلي چې روسي دیپلوماتان له افغانستان دغه ښار ته بېول شوي دي. په دې سره په مزارشریف ښار کې د روسیې کونسلګري تړل شوې ده. بلخوا هند هم ویلي چې له مزار شریف ښار یې خپل ديپلوماتان ایستلي دي، خو کونسلګرۍ چارې به د افغان او ځايي همکارانو پر مټ مخ ته وړل کېږي.
































