تاجکستان وايي د افغانستان اوسنی وضعیت ټولې سیمې ته خطرونه جوړولی شي. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خسرو ناضري له خپل افغان سیال سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې غوښتنکي دي. دده په وینا د افغانستان اوسنی وضعیت د ټولې سیمې لپاره خطرونه جوړولی شي نو له همدې امله دوی د بېړنۍ سولې او اوربند غوښتونکي دي. هغه زیاته کړې چې په روانه جګړه کې د ملکیانو وژل، د عامه تاسیساتو ورانول او زرګونه خلک له خپلو مېنو بېځایه کول له ټولو بشري او انساني قوانینو سره په ټکر کې عمل دی نو ځکه خو تاجکستان دې ته تیار دی چې افغانستان ته د سولې په راتګ کې خپله همکاري ډېره کړي. افغان لوري هم ویلي چې د سیمې هېوادونه باید له افغان سولې سره همکاري ډېره کړي، ځکه روانه جګړه د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او ټول لوري به زیانمن کړي.
































