په عراق کې د کرونا په یوه روغتون کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې او تر څلوېښتو ډېر کسان یې وژلي دي. د عراق په النصیریه ښار کې په یوه روغتونو کې تېره شپه اورلګېدنه رامنځ ته شوې او تر څلوېښت ډېر کسان یې وژلي دي، خو چارواکي وايي چې ددې پېښې د قربانیانو شمېر به تر دې هم ډېر وي. د چارواکو په خبره په دې برخه کې شاوخوا شپېته کسان بستري وو، چې دوی یوازې د څلوېښتو کسانو د جسدونو په موندلو بریالي شوي دي. حکومت وایي چې ښایي پېښه د اکسیجن د کپسول د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وي. په اپرېل کې هم په بغداد کې په ورته یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله اتیا کسان وژل شوي وو.
































