د فنلنډ حکومت وايي لسګونه افغان کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي چې د ایستلو لړۍ یې درېدلې ده. د سرچینې په خبره دوی دا پرېکړه د افغان حکومت د غوښتنې پر بنسټ کړې چې له اروپايي هېوادونو یې د افغان کډوالو د نه ایستلو غوښتنه کړې وه. فنلنډ ویلي دوی به دې کډوالو ته د دایمي اوسېدو اجازه ور نه کړي، یوازې د لنډې مودې لپاره چې په افغانستان کې وضعیت ښه کېږي، د دوی د ایستلو لړۍ درول شوې ده. په وروستیو کلونو کې لسګونه افغانان له هېواده بهر شول چې ډېری یې اروپایي هېوادونه ته تللي، خو دغه هېوادونو د ډېری افغانانو له منلو ډده کړې چې هره میاشت لسګونه دغه کډوال بېرته هېواد ته رالېږل کېږي.
































