روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۷۵۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۷۲ تنه مړه شوي او ۱ زر او ۲۶۳ نور بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۳۶ زره او ۶۴۳ ته او د مړه شویو هغه بیا ۵ زره او ۹۲۱ ته لوړ شوی دی. د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ورځ تر بلې په کمېدو دي او چارواکي ټینګار کوي چې هېوادوال باید روغتیایي سپارښتنو ته په جدي پاملرنې سره د دغې ناروغۍ د پراختیا مخنیوي کې تر خپله وسه مرسته وکړي.
































