د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک کېنټ مکینزي چې تازه یې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مسوولیت هم پر غاړه اخیستی دی وایي چې امریکا د افغانستان ملاتړ ته ژمنه ده. نوموړي د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې زیاته کړې، چې امریکا به د اړیکو په نوي پړاو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، مرستې او مشورې ته دوام ورکړي. هغه دغه راز ټینګار کړی دی چې دوی به له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي. په ورته وخت کې عبدالله ویلي چې هیڅ ځواک په زور خپله اراده په افغانانو نه شي تحمیلولی او طالبان باید له تاریخ څخه په زده کړې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي. هغه یو ځل بیا څرګنده کړې چې افغان کشاله پوځي حل نه لري نو غوره ده چې د خبرو اترو له لارې روانې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
































