د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په هېواد کې روان امنیتي وضعیت د امریکا د تېرو دوو لسیزو د ناسمو پالیسیو او دغه راز سیمه ییزو قدرتونو د ناسالمو سیالیو پایله بولي، خو ټینګار کوي چې افغانان باید له روان وضعیت نهیلي نه شي او د یوې ښې راتلونکې لپاره دې خپلې هڅې ډېرې کړي. نوموړی زیاتوي: «زموږ هیله دا وه چې د لویو قدرتونو سیاست به بدلون وکړي او لوی قدرتونه به له یو او بل سره په سیالۍ کې د افراطیت له وسایلو ګټه وانه خلي، خو له بده مرغه اوس هم وینو چې دغه څه دوام لري».
نوموړی ده راز وايي، چې افغانانو په تېرو دوو لسیزو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، خو هېواد اوس د بهرنۍ جګړۍ له کبله له یوه حساس پړاوه د تېرېدو په حال کې دی او افغانان د خپل یووالي او ورورولۍ په ساتلو سره له دغه حالته راوتلی شي. د کرزي په خبره: «دا حالت تېرېدونکی دی، جګړه د پردیو ده، د دې پردۍ جګړې څخه د وتلو لاره ورورولي او سوله ده، موږ سولې ته رسېږو، تاسو به ډېر ژر د سولې د جدي خبرو د بیا پیل شاهدان واوسئ او د سولې خواته به ولاړ شئ.»
حامد کرزی دغه راز ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به د سولې په تړاو په دوحه کې جدي بین الافغاني خبرې پیل شي او پر ښکېلو خواوو هم غږ کوي چې د عامه تاسیساتو له ویجاړولو ډډه وکړي او د سولې لپاره دې اوسني فرصتونه له لاسه نه ورکوي. کرزی وايي: «دواړو افغاني لورو ته وایم، چې تاسې د دې خاورې څښتنان یئ، له یو او بل سره کېنئ، سوله وکړئ او هېواد له دغه وضعیت څخه ازاد کړئ».
نوموړی پر ځوانانو هم غږ کوي، چې د بهرنیو هېوادونو په غوښتنه دې خپل هېواد نه پرېږدي او خپله ټولنه انرژي دې د افغانستان پر ابادۍ او بیا رغونې ولګوي، ځکه د نوموړي په خبره، یاد هېوادونه غواړي ترڅو د افغان ځوانانو له انرژۍ په ګټې اخیستنې سره خپل هېوادونه اباد کړي. هغه زیاتوي: «هغو ځوانانو ته چې امریکا ورته وايي چې له موږ سره مو خدمت کړی، راسره لاړ شئ، ورته وایم چې مه ځئ! د دوی دغه وړاندیز مه منئ، هغو ستاسو له زده کړو او انرژۍ په خپل هېواد کې ګټه اخلي، په خپل هېواد کې پاتې شئ او خدمت وکړئ».
ښاغلي کرزي طالبانو ته په خطاب کې وویل چې د ولسوالیو په نیولو سره کوم ځای ته نه رسېږي او په خبره یې، ښه به دا وي چې سوله غوره کړي. د نوموړي په خبره، په تېرو دوو لسیزو کې جوړ شوي تاسیسات د افغانستان د خلکو دي، نه د بهرنیانو او پر طالبانو یې ټینګار وکړ چې د دغو تاسیساتو له ورانولو ډډه وکړي. د هغه په وینا: «سړک، پل، پلچک او نور بنسټونه مه ویجاړوئ».
د هېواد پخوانی ولسمشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې له هېواده د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو او دغه راز د جګړو شدت خلک پر سولې بې باوره کوي او ډېریو ځوانانو بهرنیو هېوادونو ته د تښتې لاره خپله کړې.
































