افغان حکومت وایي د باګرام هوايي ډګر د ساتنې لپاره څلور زره سرتېري ګومارل شوي. د باګرام هوایي ډګر قومندان جنرال اسدالله کوهستاني وایي چې دغه ډګر د افغان حکومت لپاره له ځانګړي ارزښت برخمن دی او د ساتنې او امنیت لپاره یې بشپړ تدابیر نیول کېږي. دده په خبره افغان حکومت څلور زره سرتېري ددغه ستر هوایي ډګر د ساتنې لپاره ګومارلي دي. افغان چارواکي همدا راز وایي چې د بګرام هوایي ډګر ستر روغتون به ډېر ژر فعال شي او د افغان پوځ درملنه به پکې کېږي. باګرام د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو ستره نظامي اډه وه چې ډېری هوایي بریدونه، شپني عملیات او نور نظامي فعالیتونه په ټول افغانستان کې له همدې ځایه ترسره کېدل.
































