امریکا وایي ایران له هغو زندانیانو د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي چې ددغه هېواد په زندانانو کې دي او ډېری یې امریکایي یا د امریکا د متحدو هېوادونو تبعه دي. سرچینه وایي چې ایران پر دوی بېرحمانه ظلمونه کوي او تر څنګ یې داسې جزاګانې ورکوي چې له لارې یې غواړي پر امریکا او ملګرو هېوادونو فشارونه راولي. بلخوا د ایران حکومت بیا ویلي چې دوی له امریکا سره د زندانیانو پر خوشي کولو او یا تبادلې خبره کوي. د سرچینې په وینا ایران غواړي په امریکا او نورو هېوادونو کې له ایراني حکومت سره د اړیکو او یا بندیزونو ماتولو په تور نیول شوي کسان خوشي کړل شي، نو دوی به د امریکايي وګړو د خوشي کولو په اړه بحثون ته ادامه ورکړي.
































