ویل کېږي چې شاوخوا سل برېتانوي سرتېري به په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي. برېټانوي رسنۍ وايي سره له دې چې ددغه هېواد لومړي وزیر له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ خو له دې سره به بیا هم شاوخوا سل برېتانوي سرتېري په افغانستان کې پاتې کېږي. سرچینه وایي دا سرتېري به د هغو ۶۵۰ امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو برخه وي چې په افغانستان کې د ديپلوماتیک ماموریت د ساتنې لپاره ګومارل کېږي. برېتانیا تېره اونۍ اعلان وکړ چې خپل ټول سرتېري یې له افغانستان ایستلي دي او په دې توګه یې په دغه هېواد کې شل کلن ماموریت ختم شوی دی. برېتانوي ځواکونه په تېره شل کلنه جګړه کې تر ډېره په هلمند ولایت کې مېشت وو، چې دغه ولایت ته یې نه یوازې دا چې امن رانه ووست، بلکې لا یې خونړۍ او له جګړو ډک پرېښود.
































