د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپل تاجکستاني سیال سراج الدین مهرالدین سره په ګډه د 2021 کال د جولای په 13مه نیټه په دوشنبه کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. یو خبریال وپوښتل چې متحده ایالاتو پدې وروستیو کې اعلان وکړ چې دوی به د اګست تر پایه په افغانستان کې خپل نظامي عملیات پای ته ورسوي. د افغانستان وضعیت کلیدي حالت ته رسیدلی نو پدې اړه د چین نظر څه دی؟
وانګ یي د دغې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو لخوا په لاره اچول شوي جګړه له شلو کالو راهیسې دوام لري، خو تر اوسه په دغه هېواد کې سوله رانه غله. پدې اوږده جنګي موده کې د متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو له امله په لسګونو زره ملکي وګړي وژل شوي او په څو ملیونونو بې ځایه شوي او کډوال شوي دي. کله چې نن ورځ متحده ایالات له افغانستان څخه وځي ، باید د افغانستان په مسئله کې خپل رول منعکس کړي او په دې غور وکړي چې څنګه کولی شي چې د افغانستان پخلاینې او بیا رغونې لپاره خپل مسؤلیتونه ادا کړي.
وانګ یي وویل چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او افغانان خپل ځان ته قوي احترام لري. حقایقو یوځل بیا ثابته کړه چې په افغانستان کې هرډول زورواکه مداخله ناکاميږي. له افغانستان څخه د متحده ایالاتو او ناتو ځواکونو په وتلو سره افغانانو له تاریخ څخه زده کړه کړې او نوی فرصت لري چې د هیواد او ملت برخلیک په خپل لاس کې واخلي.
وانګ یي وویل چې افغان حکومت د اوږدې مودې راهیسی د افغانستان د ملي یووالي، ټولنیز ثبات او د خلکو د معیشت ښه والي لپاره ډیر کارونه کړي چې باید مساوي ارزونه وشي. طالبان په افغانستان کې د یو عمده نظامي ځواک په توګه باید خپل هیواد او ملت ته په خپلو مسؤلیتونو پوه شي، باید په کلکه له ټولو تروریستي ځواکونو سره اړیکې پرې کړي او باید د هیواد او خلکو د مسؤلیت لرونکي چلند سره افغان عمده سیاسي مسیر ته راوګرځي.
وانګ یي زیاته کړه چې چین د دې ملاتړ کوي او تمه لري چې په افغانستان کې ټولې خواوې د “افغانانو په مالکیت، د افغانانو په مشرۍ” اصولو ته غاړه کیږدي، د افغانستان اصلي او اوږدمهاله ګټې په نظر کې ونیسي او د بین الافغاني مذاکراتو او مشورې له لارې داسې سیاسي جوړښت رامینځته کړي چې د افغانستان له ملي شرایطو سره سمون وخوري او د افغانانو ملاتړ ولري، ترڅو په ګډه د هیواد نوی راتلونکی پرانیزي. وانګ یي وویل چې چین د افغانستان نږدې ګاونډی هیواد دی. موږ تل د افغانستان بشپړې خپلواکۍ او د خاورو بشپړتیا ته درناوی کړی، د ټولو افغانانو لپاره مو همیشه دوستانه پالیسي تعقیب کړی، د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې بنسټیز اصل ته تل ژمن پاتې شوي او د افغانستان په بیلابیلو ګوندونو او ملیتونو همیشه باور لرو چې دوی وړتیا او پوهه لري چې خپلې ستونزې حل کړي او خپل هیواد په ښه توګه اداره کړي.
وانګ یي په خپلو خبرو کې په درېیو ټکو تاکید وکړ: لومړی، په افغانستان کې د جګړې په تیره بیا د هراړخیزې کورنۍ جګړې د پراخیدو مخنیوی باید وشي؛ دوهم، بین الافغاني مذاکرات باید ژر تر ژره بیا پیل شي او سیاسي جوړجاړی باید وشي؛ درېیم په افغانستان کې د بیلابیلو تروریستي ځواکونو د پراخیدو مخه باید ونیول شي او افغانستان باید یو ځل بیا د ترهګرو لپاره پټنځای ونه ګرځي.
وانګ یي وویل چې چین د افغانستان د راتلونکي لپاره هیله لري چې دغه هېواد پراخ او ټول شموله حکومت جوړ کړي. ثبات او سالمه مسلمانه تګلاره تعقیب کړي. له ترهګرۍ او سخت دریځۍ سره په کلکه مبارزه وکړي او له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره دوستانه همکارۍ ته ژمن واوسي. چین د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د پورتنیو اهدافو د پوره کولو لپاره مناسب دي او چمتو دی چې له ټولو لورو سره اړیکې او همغږي وکړي، ډیپلوماتیک منځګړیتوب ترسره کړي او د دې لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
































