د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې د جګړې دوام د خلکو د مصیبت او غم زیاتولو پرته د یو لوري په ګټه هم نه دی. نوموړي نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا طالبان ملامت کړل چې ګوندې تر اوسه پورې پر اساسي مسائلو خبرو ته نه دي چمتو شوي. عبدالله ټینګار کړی دی چې په هر ډول شرایطو کې به د سولې دروازې خلاصې وي خو زیاتوي چې د تپل شوې جګړې پر وړاندې هم په کرار نه کېني. عبدالله خبرداری ورکړی دی چې که چېرته طالبان د جګړې له لارې خپلو اهدافو ته د رسېدو هڅه کوي نو دا باید په یاد ولري چې هیڅ نتیجې ته نه شي رسېدلی. هغه دغه راز د سولې پروسه کې د ښځو د حقونو پر ساتنه هم ټینګار کړی دی او په خبره یې د سولې پروسه کې مېرمنې څنډې ته نه پاتې کېږي.
































