د پاکستان پوځ ویلي چې په قبایلې سیمه کرمه کې د عملیاتو پر مهال په یو کمین کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د پوځ په خبره، دا پېښه د کرمې په زېوه نومې سیمه کې پر داسې مهال رامنځته شوه، چې پوځیان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ سیمې ته په عملیاتو وتلي وو. په همدې حال کې د سي ار اېس اېس په نامه یوې څېړنيزې ادارې ویلي چې د تېرې اپریل میاشتې څخه تر جون میاشتې پورې یوازې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ۲۰۳ پاکستاني عسکر وژل شوي او تر ۹۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د راپور پر بنسټ د وژل شویو ډېریو پوځیانو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې ده.
































