اروپايي ټولنې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره خپله طرحه وړاندې کړې ده. د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې دغه طرحه ۱۲ مادې لري چې تر ۲۰۵۰ز کال پورې به په نړۍ کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره کارول کېږي. په دې کې مهم موارد راغلي چې عملي کول یې کلونه وخت نیسي خو اروپايي ټولنې ویلي چې عملي کېدل به یې د غړو هېوادونو تر تایید وروسته پیل شي. په دې کې پر سترو تولیدي فابریکو کې تغیرات راوستل او په راتلونکو شلو کلونو کې په ټوله اروپا کې د پترولي او ډیزلي موټرونو تولید او تګ راتګ بندول شامل دي. همدا راز به په دې کلونو کې د کورونو او دفترونو د ګرمولو لپاره پر نوو لارو چارو فکر کېږي او هڅه کېږي په نړۍ کې د کاربن د تولید کچه له ټولو ممکنو لارو راښکته کړل شي. اقلیمي بدلون په نړیواله کچه پر یوه مهمه موضوع اوښتې ده، چې ملګري ملتونه او نړیوال قوتونه یې پر وړاندې د مبارزې لپاره هڅه کوي. ساینسپوهان په دې باور دي چې د صنعت له پراختیا سره سم د ځمکې کرې هوا ګرمه شوې ده او که وضعیت کنټرول نه شي راتلونکي نسلونه به له ناورین سره مخ شي.
































