ملګري ملتونه وایي د افغانستان نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږي کوونکې موسسې مشر رامز الاکبروف وايي په افغانستان کې بشري وضعیت په نړیواله کچه خراب دی. دده په خبره دمګړی د افغانستان شاوخوا ۱۸ میلیونه وګړي، چې ددې هېواد د نفوس نیمایي کېږي بشري مرستو ته اړتیا لري. دده په خبره شاوخوا لس میلیونه وګړي دمګړی له لوږې سره مخ دي او ددې هېواد نیمایي هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي سخته لوږه تېروي. هغه زیاته کړې چې دوی د بشري مرستو لپاره له ملګرو ملتونو یو میلیارد او درې سوه میلیونه ډالر مرسته غوښتې ده چې ایله یې څلوېښت سلنه برخه تامین شوې ده. تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلو بنسټونو په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده.
































