د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ټلفوني خبرې کړې دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ټلفوني مکالمه کې د سولې د جدي او اغېزمنو خبرو د بیا پیل او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نېکو او حسنه روابطو د ایجاد په اړه د نظر تبادله شوې او په همدې موخه عمران خان پخواني ولسمشر ته، پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړې ده. حامد کرزي د عمران خان د بلنې مننه کړې او د دواړو هېوادو ترمنځ یې د ښو او متمدنو اړیکو ټینګېدل د دواړو ملتونو په ګټه بللي دي.
































