د آلمان په لویدیځ کې د سختو سېلابونو له امله ۶۰ کسان مړه شوي او لسګونه نور نادرکه دي. د راینلنډ فالټس او نورترین وېسټفالین ایالتونو خلکو ته تر نورو ډېر زیانونه اوښتي دي. په ګاونډي بلجیم کې هم شپږ کسان مړه شوي او هالنډ کې هم سېلابونو درانه زیانونه اړولي دي. دا سېلابونه لوېدیځه اروپا کې د بې سارو ورښتونو، د سترو سیندونو د ډکېدو او پر غاړو یې د اوبو اوښتلو پایله کې راوتلي دي. د راپورونو له مخې سلګونه سرتیري او د پولیسو چورلکې سیلاب ځپلو سیمو ته استول شوي چې له ایسارو خلکو سره مرسته وکړي. آلماني رسنۍ وايي په زیاتره سیمو کې لسګونه کورونه د غورځېدو له خطر سره مخ دي.
































