د ترکیې د دفاع وزیر خلوسي اکار وسله والو طالبانو ته په ځواب کې ويلي، ترکي سرتیري اشغالګر نه دي بلکه دوی د افغانانو ملګري دي. طالبانو په افغانستان کې د ترکیې د پوځي ماموریت د اوږدېدو پر وړاندې ګواښ کړی وو. اکار د ترکیې او افغانستان ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو یادونه کړې ده او د طالبانو بیان یې یو سوتفاهم بللی. ترکیې رسنیو د دفاع د وزیر خلوسي اکار له خولې ویلي، چې کاري چوکاټ تیار شوی او په ځانګړو برخو کې کار دوام لري. خو طالبانو په یوې اعلامیې کې دغو خبرونو ته په غبرګون کې ترکیه په افغانستان کې د خپل اشغال په دوام غندلې او ویلي یې دي چې دا له امریکا سره د شوي تړون څخه سرغړونه ده. طالبانو همدارنګه خبرداری ورکړی چې له هغو ترکي سرتیرو سره چې په افغانستان کې پاتې کېږي د اشغالګرو په څېر به چلند ورسره وشي.
































