د امریکا ولسمشر جو بایډن د آلمان له لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل سره واشنګټن کې د لیدنې پر مهال ویلي، دواړه هېوادونه د روسیې د تیري مقابل کې ګډ درېږي. بایډن زیاتوي، جرمني ته یې د روسیې د ګازي نللیکې په هکله هم مېرکل ته خپله اندېښنه ویلې ده، خو دواړه په دې نظر دي چې مسکو انرژي د وسلې په توګه کارولی نه شی. بایډن دا هم منلې چې د نورد سټریم ۲ په نوم نللیکې په ۱۱ میلیارد ډالري پروژه کې د نظر اختلاف لري، چې له روسیې جرمني ته ګاز لېږدول کېږي. سپینې ماڼۍ ویلي، روسیه به دا نللیکه پر اوکراین او نورو ګاونډیانو د فشار اچولو لپاره وکاروي.
































