د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه څرګندونې رد کړې، چې ګنې د پاکستان پوځ سپین بولدک کې د افغان هوايي ځواک د اقدام خبرداری ورکړی. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان قلمرو کې د خپلو نظامیانو او خلکو ساتنې لپاره د لازمو اقداماتو تیاری لري. امرالله صالح تېره شپه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د پاکستان هوايي ځواک افغان پوځ او هوايي ځواکونو ته رسمآ اعلان کړی چې د سپین بولدک لاره کې د افغان طالبانو د شړلو لپاره هره ډول حرکت به يې د دوی له خوا له سخت غبرګون سره مخامخ شي. د صالح دغو څرګندونو په کور د ننه هم ګڼ غبرګونونه پارولي دي.
































