د کرنې وزارت وايي، نړيوال بانک د کرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې سره ۵۷.۵ ميليون ډالر نوره مرسته هم وکړه. کرنې وزارت ويلې چې د جولای له ۱۲مې تر ۱۵مې نېټې پورې د نړيوال بانک له خوا د EATS پروژې د فعاليتونو ارزونه وشوه چې په پایله کې يې د دې پروژې فعاليتونه مثبت وارزول. سرچينه کاږي، په هغې انلاين غونډه کې چې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال هم ګډون درلود، د دې ارزونې پايله د چارواکو له خوا ګډونوالو سره شريکه شوه. د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمتالله غفوري، د دې پروژې چارواکو او د کرنې وزارت اړوندو برخو ته هدايت ورکړ چې د نړيوال بانک له خوا پر ټاکلې نېټه دې خپلې چارې بشپړې کړي.
































