پاکستان کې د کرونا وبا امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ پورته شوی او زرګونه نور پرې اخته شوي دي. په دې وروستیو کې په پاکستان کې کرونا وېروس په چټکۍ خپرېږي او د دې هېواد د مرکزي حکومت د ارقامو له مخې، تر دې دمه لږ تر لږه ۹۵۶۵ کسان پر دې وبا اخته شوي دي. په پاکستان کې د کرونا وبا تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په پنجاب صوبه کې ثبت شوي، چې شمېر یې ۴۲۵۵ ته رسېږي. په سند دغه ویروس۳۰۵۲ ځپلي، په بلوچستان کې پرې ۴۶۵ کسان اخته دي او په خیبر پښتونخوا کې بیا د دې ویروس د ناروغانو شمېر ۱۲۷۶ ته رسېدلی.
































