په ایران کې د اوبو د کمښت پر وړاندې پراخ لاریونونه لا هم روان دي. د راپورونو له مخې د ایران په ګڼو لویو او وړو ښارونو کې د شپې او ورځې لاریونونه کېږي او حکومت په فساد تورنوي. د خوزستان او اهواز اوسېدونکو په ډېری برخو کې لارې او سړکونه تړلي دي او له حکومت د اوبو د رسولو غوښتنه کوي. ویل کېږي چې په ځینو برخو کې پولیسو پر لاریون کوونکو ډزې کړې دي او مرګ ژوبله یې هم ور اړولې ده. ایران په وروستیو کلونو کې له سختې وچکالۍ ځورېږي، چې کرنیزه برخه یې وار له مخه زیانمنه شوې وه، خو اوس ان په ډېرو لویو ښارونو کې د څښاک اوبه هم نه پیدا کېږي. ایراني وګړي وايي چې حکومت یې فاسد دی، چارواکي کمکاره دي او د عامه خدماتو په رسونه کې ناکام دي.
































