سویډن وایي په افغانستان کې یې د وضعیت د ترینګلتیا له امله د رد شوو کډوالو د ایستلو لړۍ درولې ده. د سویډن د کډوالۍ ادارې ویلي دوی په افغانستان کې وضعیت څاري او وروستیو جګړو دې ته اړ کړي چې د رد شوو کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي. ددغه هېواد د چارواکو په خبره دغه ځنډ به موقتي وي او همدا چې وضعیت ښه شي یاد کډوال به بېرته لېږل کېږي. سرچینه کاږي چې دمګړی شاوخوا اووه زره افغان کډوال په سویډن کې د کډوالۍ لپاره نه دي منل شوي او له دغه هېواد به ایستل کېږي. تر دې وړاندې فنلنډ هم ویلي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې درولې ده، خو آلمان ویلي چې دې پروسې ته به ادامه ورکوي ځکه د افغانستان په لویو ښارونو کې لا هم امنیت شته دی.
































