د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغه ډله کې امریکا، افغانستان، پاکستان او ازبکستان شامل دي. سرچینه وایي چې ددغه پلټفارم جوړښت په پرنسيپ کې تایید شوی دی او هڅه کېږي ډېر ژر په سیمه کې د اتصال او سولې لپاره ګډ کار پیل کړي. په اعلامیه کې راځي چې د څلورو واړو استازو هېوادونو په سیمه کې دایمي پرمختګ په افغانستان کې له دایمي سولې سره تړلی بللی دی او ټینګار کوي چې باید تر هر څه وړاندې په افغانستان کې د سولې او دایمي ثبات لپاره کار وشي. د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ددغه ډول جوړښتونو رامنځ ته کېدل به افغانان نور هم سولې ته نږدې کړي او په هېواد کې به د روانو جګړو له پای ته رسولو سره مرسته وکړي.
































