د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له اسوشیټېډ پرېس سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې چې په را روان لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي. خلیلزاد ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې د طالبانو تعبیر دا دی چې سیاسي موافقه باید له اوربند مخکې وي او دواړه باید په یوه وخت کې اعلان شي، خو هغه وویل چې اوس مهال د اختر په ورځو کې د لنډمهال لپاره د اوربند امکان شته. خلیلزاد ټینګار کړی چې طالبان په افغانستان کې د جګړې له لارې پوره بریا ته نه شي رسېدی او خبرداری یې ورکړ چې که له افغان حکومت سره د سولې یوې موافقې ته ونه رسېږي، نو امریکا به د طالبانو په مشرۍ د زور له لارې واک ته رسېدلی دولت په رسمیت ونه پېژني.
































