ایران وایي، تر زرو ډېر بهرني زندانیان یې د کرونا وبا د خپرېدو په خاطر په موقت ډول له بنده خوشې کړې دي. تېره اوونۍ د ملګرو ملتو د بشري حقونو متخصصانو له ایرانه غوښتي و چې ډېر بندیان خوشې کړي. دوی غوښتي وو چې تهران د عقیدې په خاطر نیول شوي، د دو تابعیتو زندانیان او بهرنیان ازاد کړي. د ایران د قضاییه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي ویلي، څه چې ایران د زندانیانو په برخه کې کړې دي د نورو هېوادو د هڅو په پرتله د پام وړ دي. د بریتانیایۍ ایراني الاصلې نازنین زاغري راتکلیف وکیل تولپ صدیق ویلي، د ده موکله د مې تر شلمې خوشې شوې ده. د ایران حکومت تېره میاشت یولک زندانیان ازاد کړل.
































