روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا یوازې ۳۷۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۴۹ تنه مړه شوي او ۶۴۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۴۰ زره او ۶۰۲ ته او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۱۴۷ ته لوړ شوی دی. که څه هم روانه اوونۍ د دغې وبا مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي خو یاد وزارت بیا هم له هېوادوالو غوښتي چې د کرونا وبا د پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































