په افغانستان کې د ناټو نږدې شل کلن پوځي ماموریت پرون پای ته ورسېد. ډیپلوماتیک او پوځي چارواکو د جرمني خبري اژانس ته دا خبر ورکړی دی او د دې معنی دا ده چې د دې ټلوالې د تاریخ تر ټولو مرګونی ماموریت پای ته ورسېد خو دې چارواکو ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د غړې ترکیې سرتېري به په افغانستان کې پاتې وي. د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته لومړی امریکا او ورپسې ناټو افغانستان ته پوځي ځواکونه واستول. د ۲۰۲۰ میلادي کال په فبروري کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې په پایله کې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو د وتلو ژمنه وکړه او وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې امریکايي سرتېري به د روان کال د اګسټ د میاشتې ترپایه له افغانستانه ووځي.
































